Home افغانستان شیرزاد: د کورنیو چارو وزارت کې د فساد او جرمي شبکو پراخه شبکه موجوده وه
افغانستان

شیرزاد: د کورنیو چارو وزارت کې د فساد او جرمي شبکو پراخه شبکه موجوده وه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال، هارون راشد شیرزاد وایي، وزارت ته له معرفي کېدو وروسته یې د فساد او خپلسریو د یوې لویې شبکې شتون موندلی و.

شیرزاد وایي، د خیالي پولیسو شتون، د شهیدانو کورنیو ته د اکرامیو په ورکړه کې ستونزې، په اعاشه او اباطه کې فساد، د ولسوالیو ساختګي ناامني، د پولیسو له قاچاقي او منظمو جرمي شبکو سره تړاو، په قراردادونو کې فساد او د سیاسي کسانو له لوري په مهمو بستونو کې د خپلوانو ګومارل هغه ستونزې وې چې ده ورسره مخ شوې.

نوموړی زیاتوي: «اصلاً د کورنیو چارو وزارت نه وو، بلکې د مفسدو کورنیو لپاره د عاید دوکانونه جوړ شوي وو.»

شیرزاد زیاتوي، وزارت ته د ده له معرفي کېدو یوه اونۍ وروسته امرالله صالح او ایوب سالنګي د ده په دفتر زورواکه قبضه وکړه او هڅه یې وکړه چې نوموړی وزارت ته داخل نه شي.

هغه وایي، د ارګ له لوري د ستونزې د حل هڅې وشوې، خو امرالله صالح ورسره موافق نه شو؛ له همدې امله ده په وزارت کې بل دفتر جوړ کړ او مقاومت یې وکړ.

شیرزاد وايي: «هره شیبه مې د مرګ احساس کولو، خو یوازې یوې خبرې د مقاومت توان راکاوه؛ دا ولس باید د لنډغرو له شبکو خلاص شي.»

نوموړی همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د «لنډغرو» یوې خطرناکې شبکې اختطاف، هدفي وژنې، فساد، جنسي تېري او قاچاق ترسره کول.

هغه زیاتوي، «ما شل کاله د لنډغرو سره تېر کړي، دوی د ولس لپاره زهر ګنډیر دي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version