نړۍ

سعودي: حوثیانو د ریاض پر لور بالستیک توغندی توغولی

سعودي عربستان وایي، د یمن حوثي وسله‌والو ځواکونو هڅه کړې، چې د یوه بالستیک توغندي په وسیله د دغه هېواد پلازمېنه ریاض په نښه کړي.

سعودي چارواکي وايي، توغندی د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستمونو له لوري تعقیب او له منځه وړل شوی دی.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ریاض ځینو اوسېدونکو د چاودنو غږونه اورېدلي او د ښار د هوايي ډګر په شاوخوا کې یې د لوګي لوخړې لیدلې دي.

فرانس پرېس خبري اژانس هم ویلي، چې د شنبې په ورځ په ریاض کې دوه زورورې چاودنې اورېدل شوې او د دغه ښار هوايي ډګر ته نږدې د ارامکو شرکت د سون‌توکو یوه زېرمه هم اور اخیستې وه.

حوثیانو تر دې وړاندې ویلي و، چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یې په ریاض کې حساس اهداف په نښه کړي دي.

بلخوا، متحده ایالاتو خبرداری ورکړی، چې د سعودي عربستان او د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو ترمنځ روان کړکېچ ښايي لا پراخ او سخت شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *