ځایي باوري سرچینې راپور ورکوي، چې د بلوچستان اړوند د مستونګ ولسوالي په «کوند میسوري، دشت» سیمه کې وسلوالو کسانو د پاکستان د پوځ پر یوه اډه برید کړی دی.
د سرچینو په وینا، لومړی پرلهپسې چاودنې اورېدل شوې او وروسته نښته پیل شوې ده. تر اوسه د دغه برید د مرګژوبلې او نورو جزئیاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د راپورونو له مخې، نن سهار وختي هم د «دشت کمبیلا» په سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو ورته برید شوی و، چې مسؤلیت یې بلوچ ازادي غوښتونکي ډلې ته منسوب شوی دی.
