Home افغانستان سبا دوشنبه په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي
افغانستان روغتیا

سبا دوشنبه په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین نوی کمپاین به سبا، دوشنبه د سپټمبر په ۲۱مه، د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په سوېلي زون کې به دغه کمپاین د سې‌شنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۲مه ترسره شي.

د چارواکو په وینا، د کمپاین موخه د ماشومانو واکسینول او د پولیو ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی دی.

د پولیو واکسین تطبیق څه موده مخکې د طالبانو حکومت لخوا په یو شمېر ولایتونو کې تړل شوی و.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یواځیني هغه دوه هېوادونه دي، چې لاهم پکې پر دغه ویروس ماشومان اخته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version