Home افغانستان ریچارډ بینیت: د ښځو پر طبي زده کړو بندیز د افغانستان روغتیايي نظام کمزوری کړی
افغانستان روغتیا

ریچارډ بینیت: د ښځو پر طبي زده کړو بندیز د افغانستان روغتیايي نظام کمزوری کړی

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینټ، نن (د فبروري ۲۶) په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱مه غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روغتیا او خوندیتوب دحق په اړه خپل راپور وړاندې کوي.

نوموړي د ازادې اروپا راډیو د ازادۍ څانګې سره په خبرو کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي، چې د ښځو او نجونو پر طبي زده کړو بندیز د افغانستان روغتیايي نظام نور هم کمزوری کړی دی.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د تګ راتګ محدودیتونه او روغتیايي مرکزونو ته د محرم اړتیا د ښځو او نجونو پر روغتیايي خدمتونو جدي اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د نړۍوالې ټولنې له لوري د روغتیايي برخې مالي ملاتړ هم کم شوی، چې له امله یې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي او د ښځینه روغتیا پالانو کاري ساعتونه راکم شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version