د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل د طالبانو د جزایي اصولنامې په اړه ویلي چې “د طالبانو جزایي اصولنامې یو ځل بیا دا وښودله چې د دین سیاسي کول او سختدریځه تفسیرونه د افغانستان لپاره هېڅ راتلونکی نه لري.”
ښاغلي نبیل زیاته کړې چې اوس هغه وخت رارسېدلی چې باید په زړورتیا سره یو نوی ملي روایت او لوری وټاکل شي او مبارزه ورته وشي، تر څو افغانستان د مساوي وګړیتوب پر بنسټ عادل، قانونمحور او انساني دولت ولري. هغه ټینګار کړی چې افراطیت باید تاریخ ته وسپارل شي او دین د تاوتریخوالي او سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي.
هغه ویلي چې د افغانستان ټول وګړي سیاسي جریانونه، فکري نخبهګان، ځوانان، روڼ اندي، معتدل دیني عالمان، ښځې او نارینه له یوه تاریخي مسؤلیت سره مخ دي. د ښاغلي نبیل په وینا، “د افغانستان راتلونکی پر یوې نوې ملي روایت پورې تړلی دی: د دین او حکومت ترمنځ محترمانه بېلتون او د یو وګړي-محور، قانونمحوره او د بشري کرامت پر بنسټ دولت جوړولو ته مبارزه وکړو.”
رحمتالله نبیل ټینګار کړی چې د مبارزې موخه باید د قوم، ژبې او مذهب توپیر ونه کړي او دین یوازې د اخلاقي، انساني او مدني ارزښتونو د بیا احیا وسیله وي. هغه ویلي چې دین هغه وخت خپل احترام ساتي چې د سیاسي واک وسیله نه وي، او دولت هغه وخت پایښت مومي چې د خلکو په اراده ولاړ وي.
هغه دا څرګندونې د یوې ملي بلنې په توګه وړاندې کړې او ویلي دي: “سیاسي ځواکونو، مدني ټولنې، پوهانو، دیني عالمانو، ښځو او ځوانانو ته دا یو ملي بلنه ده چې د یو مساوي وګړیتوب، عادل او انساني افغانستان پر محور سره راټول شو او د راتلونکي لپاره یوه نوې ملي روایت جوړ کړو.”
نبیل خبرداری ورکړی چې که دا کار ونه شي، افغانستان به یو ځل بیا د ناپوهۍ، افراطیت او تاوتریخوالي د تورو دورو سره مخ شي. نوموړي ویلي: “هغه څه چې زموږ مخې ته دي د ناپوهۍ، افراطیت او تاوتریخوالي د ترخې دورې تکرار دی؛ داسې دوره چې نه سبا جوړوي او نه هېواد، بلکې اور، لوګی، وینه او وراني پر ځای پرېږدي. یو داسې هېواد چې نه به د خلکو کور وي او نه د دین ټاټوبې.”
