افغانستان

د یوناما مشرې د طالبانو له اداري مرستیال سره د راستنېدونکو کډوالو په اړه خبرې کړې دي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې د طالبانو د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدلي دي.
د طالبانو د ریاست‌الوزرا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، حنفي په دې لیدنه کې افغانستان ته د څه باندې اته میلیونه کډوالو راستنېدو ته په اشارې ویلي، چې د راستنېدونکو د ستونزو هواري لپاره به هڅې وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، فاطمې رباب د طالبانو د کډوالو د مدیریت هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه به د بشري مرستو، کډوالو ته د مرستو وېش، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرولو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *