Home افغانستان د کابل په بالاحصار کې د څه باندې دوه زره کلن تاریخ لرغوني اثار موندل شوي
افغانستان کلتور او هنر

د کابل په بالاحصار کې د څه باندې دوه زره کلن تاریخ لرغوني اثار موندل شوي

د کابل په زاړه ښار کې د بالاحصار تاریخي کلا د بیارغونې او ساتنې په بهیر کې لرغوني تاریخي اثار او د څه باندې دوه زره کلن تاریخ نښې موندل شوې دي.

د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د آغاخان د کلتوري بنسټ له خوا د بالاحصار د ساتنې او بیارغونې پراخه پروژه روانه ده، چې موخه یې د دې تاریخي سیمې پر عامه لرغون‌پېژندنیز پارک بدلول دي.

د دغو لرغون‌پېژندنیزو کېندنو پر مهال لرغونې سکې، د بودایي مجسمو ټوټې، اسلامي لوښي، تېل‌څراغونه او د ماڼیو، عبادتځایونو او استوګنځایونو پاتې شوني موندل شوي دي.

د راپور له مخې، په دې سیمه کې د مغولي دورې د یوې ماڼۍ پاتې شوني هم موندل شوي، چې دېوالیز انځورونه او د ستوري په بڼه د اوبو ډنډ پکې شامل دي.

د آغاخان کلتوري بنسټ په پام کې لري، چې د پروژې له بشپړېدو وروسته بالاحصار په بڼونو، موزیم او نورو عامه اسانتیاوو سمبال تاریخي او لرغون‌پېژندنیز پارک ته واړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version