Home افغانستان د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تأیید کړه
افغانستان

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تأیید کړه

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي او په ګمرکونو کې د وارداتي سوداګریزو شرکتونو لپاره د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه تأیید کړې ده.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې، چې د عقرب میاشتې په ۱۷مه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، یاده پالیسي تر هر اړخیزې ارزونې وروسته تأیید شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د دې پالیسۍ موخه د بهرنۍ پانګونې تنظیم، پانګه‌والو ته د اسانتیاوو برابرول، د پانګونې د خوندیتوب تأمین او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي.

همدارنګه، د وارداتي سوداګریزو شرکتونو لپاره د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم تأیید شوې، چې په پلي کېدو سره به دغو شرکتونو ته سوداګریزې اسانتیاوې برابرې شي.

دواړه پرېکړې د وروستي تصمیم نیولو لپاره د طالبانو د مشر دفتر ته استول شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version