د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې د نهو میاشتو تړل کېدو له امله پاکستاني سوداګرو ته شاوخوا یو میلیارد ډالره مالي زیان اوښتی دی.
د پېښور سوداګر وایي، د تورخم لارې د بندېدو له امله زرګونه کسان بېکاره شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
د سوداګرو د معلوماتو له مخې، یوازې پاکستاني سوداګرو ته نږدې ۱.۰۱ میلیارده ډالره زیان رسېدلی، چې د سوداګرۍ، ترانسپورټ او ګمرکي خدمتونو پر برخو یې منفي اغېز کړی دی.
په پېښور کې سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو او ګمرکي استازو له دواړو حکومتونو غوښتي چې د زیانمنو سوداګرو لپاره د مرستې پروګرامونه اعلان کړي او سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي.
سوداګر وایي، د تورخم لارې د تړل کېدو له امله سلګونه باروړونکي موټر درېدلي او مېوې، سبزي او نور ژر خرابېدونکي توکي له منځه تللي دي.
دوی خبرداری ورکړی چې د لارو دوامداره تړل کېدل نه یوازې سوداګرۍ ته زیان رسوي، بلکې د سرحدي سیمو پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند هم ناوړه اغېز کوي.
