افغانستان

د پاکستان څخه د افغان محصلانو ایستلو پرېکړه د سختو غبرګونونو سره مخ شوې

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د طب او غاښونو طب په برخو کې پر زده‌کړو بوخت افغان محصلانو د زده‌کړو د دوام محدودیتونه لګولي او له هغوی یې غوښتي، چې افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا په یوه مکتوب کې د دغه هېواد پوهنتونونو او طبي زده‌کړیزو مرکزونو ته ویلي، چې د روان ښوونیز کال لپاره د افغان محصلانو نوی نوم‌لیکنه، د پوهنتون بدلون، لېږد او د زده‌کړو اړوند نورې اسانتیاوې تر بلې خبرتیا منع دي.

په مکتوب کې د دې پرېکړې لپاره کوم څرګند دلیل نه دی وړاندې شوی، خو ویل شوي، چې دا پرېکړه د پاکستان د ملي لومړیتوبونو پر بنسټ شوې ده.

د راپورونو له مخې، شاوخوا دوه نیم زره افغان محصلان په پاکستان کې د طب او غاښونو طب په برخو کې زده‌کړې کوي. یو شمېر محصلان وايي، که پاکستان یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي، زده‌کړې به یې نیمګړې پاتې شي او راتلونکی به یې له جدي ستونزو سره مخ شي.

د افغان محصلانو یو شمېر استازي له پاکستان او د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې د خبرو او هوکړې له لارې د دوی ستونزه حل کړي.

په همدې حال کې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو حکومت له لوري اداره کېږي، ویلي چې لسګونه افغان محصلان د پاکستان د دې پرېکړې له اعلان وروسته سفارت ته ورغلي او د ستونزې د حل غوښتنه یې کړې ده.

بلخوا، د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا دغه پرېکړه تبعیضي او خپلسرې بللې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې یوه بشري او عملي حل‌لاره غوره کړي، څو افغان طبي محصلانو وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

د ملي ډیموکراټیک ګوند د پښتونخوا مشرې بشرا ګوهر هم د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون له خوا د افغان محصلانو، په ځانګړي ډول د وروستي کال د زده‌کوونکو، د ایستلو پرېکړه غندلې ده.

بشرا ګوهر پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې د هغو افغان محصلانو ایستل چې د طبي زده‌کړو بشپړولو ته نږدې دي، غیرانساني، ظالمانه او د منلو وړ نه دي.

هغې له پاکستان طبي او غاښونو شورا او د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون له ادارې غوښتي چې پر خپلې پرېکړې سمدستي بیا غور وکړي او افغان محصلان ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

هغې ټینګار کړی، چې افغان زده‌کوونکي باید د پاکستان او افغانستان د سیاسي اختلافونو قربانیان نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د یو لړ ناوړه پرېکړو له امله په یاد هېواد کې افغانان سخت او په افغانستان کې پاکستان وګړي او په خاص ډول زده کوونکي او محصلان سخت اغېزمن شوي. منتقدان وایي، چې د پاکستان دغه پرېکړه د ټولو انساني او نړۍوالو قوانینو خلاف ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *