Home افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ملګري ملتونه: کونړ کې درې ملکي وګړي شهیدان شوي
افغانستان

د پاکستان هوايي بریدونه؛ ملګري ملتونه: کونړ کې درې ملکي وګړي شهیدان شوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک وايي، د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ ولایت درې ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دوجاریک د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، په شهیدانو شویو کې یو نارینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ شامله ده.

نوموړي زیاته کړې، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو سیمو کې هم د پاکستان د هوايي بریدونو له امله یو شمېر استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې دي، خو تر اوسه له دغې سیمې څخه د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی او له ټولو خواوو یې غوښتي، چې د نړۍوال بشري حقونو او بشري قوانینو اصول رعایت کړي.

دوجاریک وایي، ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version