د پاکستان یو شمېر رسنیو په افغانستان کې د یوې بلې جګړې پیل او د نیابتي ډلو د حضور پراخ ښودلو لپاره په لویه کچه تبلیغات شروع کړي دي.
د پاکستان مشهورې ډان ورځپاڼې په ګډون د دغه هېواد ګڼو رسنیو د بدخشان ولایت وروستۍ پېښې په پراخه کچه انعکاس کړې دي او دغه بریدونه یې یو طرفه د ژورنالېزم معیارونو او اصولو برعکس په تبلیغاتي شکل خپاره کړي دي.
رڼا څو ورځې مخکې یو خبر په پاکستان کې د مېشتو ځینو پښتانو خبریالانو له قوله ورکړ، چې پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) د دغه هېواد خبریالان او د رسنیو مسوولین ورغوښتي، ترڅو د افغانستان په بدخشان ولایت کې وروستۍ نښتې په لویه کچه انعکاس کړي او دغه بریدونه زیات وښيي.
د رڼا د موندنو له مخې، له کله چې د پاکستان حکومت رسنیو او خبریالانو ته دغه سپارښتنه کړې، له هغې وروسته په خاص ډول له پرون راهیسې د پاکستان اکثریت رسنیو ترڅنګ یو شمېر هغه رسنۍ چې د افغانستان لپاره د افغانستان په نومونو نشرات کوي، په هرو پینځو خبرونو کې دوه یې د افغانستان د بدخشان څخه دي.
یو شمېر سیاسي او پوځي شنونکي وایي، چې پاکستان نه یوازې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي، بلکې دغو ډلو ته په ښکاره ډول په رسنیو کې پراخ کمپاین هم کوي، ترڅو په افغانستان کې وضعیت خراب وښيي او په دغه سره یوې بلې جګړې ته زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان حکومت او پوځ دا مهال په کور دننه د ګڼو وسلوالو او ازادي غوښتونکو ډلو د سختو بریدونو، اقتصادي ستونزو او سیاسي ګونډونو د پراخو نیوکو او اعتراضونو سره مخامخ دی.
