د افغانستان کرکټ بورډ د هند پر وړاندې د راتلونکې درېلوبیزې شل اوریزې لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړی دی.
د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې رحمنالله ګربز، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، ګلبدین نایب، نورالرحمن، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، مجیبالرحمن، نوراحمد لکڼوال، فضلحق فاروقي، نوینالحق او عبدالله احمدزي په نوملړ کې شامل دي.
شاهدالله کمال، فرید احمد ملک او اعجاز احمدزي بیا احتیاطي لوبغاړي ټاکل شوي دي.
نوینالحق له ټپ څخه تر رغېدو وروسته بېرته لوبډلې ته راستون شوی، په داسې حال کې چې فضلحق فاروقي هم د ټپ له امله له استراحت وروسته د لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.
د ملي لوبډلې یو بل لوبغاړی ګلبدین نایب او ځوان ویکټ ساتونکی نورالرحمن هم په نوملړ کې شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس نصیب خان ویلي، د هند پر وړاندې د سیالیو لپاره متوازنه لوبډله غوره شوې او تمه لري چې افغان لوبډله به ښه لوبه وکړي.
افغانستان به د هند پر وړاندې درې شل اوریزې نړۍوالې لوبې د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه نېټه د نوي ډیلي په ارون جټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي.
