Home سیاست د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران شرطونه؛ قالیباف: تر منل کېدو پورې به تړلی وي
سیاست نړۍ

د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران شرطونه؛ قالیباف: تر منل کېدو پورې به تړلی وي

د ایران د پارلمان رئیس او د امریکا سره په مذاکراتو کې د دغه هېواد مشر مذاکره کوونکی محمدباقر قالیباف وایي، چې تهران د منځګړو له لارې واشنګټن ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره خپل شرطونه رسولې دي.

قالیباف د یکشنبې په ورځ ویلي، تر هغه چې د ایران شرطونه ونه منل شي او امریکا پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د هرمز تنګي د پخوا په څېر د پرانیستلو امکان نشته.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران به له یوې خوا خپلو پوځي اقداماتو ته دوام ورکړي او له بلې خوا به د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ډیپلوماسۍ کار واخلي.

د ایران د ملي امنیت شورا مشر محسن رضايي هم ویلي، چې د قطر له لارې یې امریکا ته د تهران شرطونه رسولي دي. د هغه په وینا، د ایران غوښتنې د جګړې په ټولو جبهو کې پای ته رسول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول او د سمندري محاصرې پای ته رسول دي.

په همدې حال کې د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي پوځي قوماندانۍ امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که واشنګټن د ایران پر وړاندې تېروتنه وکړي، د دغه هېواد پوځي اډې او ګټې به د ایران د پرله‌پسې بریدونو هدف وګرځي.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version