افغانستان سوداګري

د هرات طالب والي له ترکمنستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا ټینګار کړی دی

د طالبانو د حکومت د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار له ترکمنستاني پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د هرات د ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د تورغونډۍ بندر د فعالیتونو پر پیاوړتیا، د دغه بندر د ۲۴ ساعته فعالېدو او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې شوې دي.

اسلام‌جار ویلي، چې له ترکمنستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د ودې لپاره مهمه ده.

په دې لیدنه کې د تورغونډۍ بندر کې د ۱۲۵۰ مترو اوسپنې پټلۍ د جوړولو پروژه هم څېړل شوې، چې ټاکل شوې، د سوداګریزو توکو د بارولو او ښکته کولو ظرفیت زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *