د سیمې وروستیو امنیتي کړکېچونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو، پاکستان له جدي اقتصادي او انرژۍ بحران سره مخ کړی دی. د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره وروستي بریدونه او ورپسې د افغان لوري انتقامي عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمې سوداګریزې او ترانزیټي لارې له پخوا راهیسې تړلې دي او وروستیو کړکېچونو دغه وضعیت لا پسې پیچلی کړی دی.
شنونکي وایي، د دغو لارو تړل کېدل د پاکستان لپاره ستر اقتصادي زیان بلل کېږي، ځکه اسلاماباد د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره تر ډېره د افغانستان پر جغرافیایي مسیر متکي دی. اوس چې دغه لارې بندې شوې، پاکستان نه یوازې د سوداګرۍ له ستونزو سره مخ شوی، بلکې د انرژۍ د وارداتو برخه کې هم له جدي فشار سره مخ دی.
په همدې حال کې د منځني ختیځ وروستي کړکېچونه، په ځانګړي ډول د اسراییلو او امریکا له لوري پر ایران بریدونو، د سیمې د انرژۍ د لېږد مسیرونه نور هم له ستونزو سره مخ کړي دي. ایران د سیمې یو مهم د انرژۍ تولیدوونکی هېواد دی او هر ډول پوځي کړکېچ د تېلو نړۍوال بازار او د سیمې هېوادونو د وارداتو بهیر اغېزمنوي.
پاکستان چې د تېلو او انرژۍ په برخه کې تر ډېره پر بهرنیو وارداتو تکیه لري، اوس له څو اړخیز فشار سره مخ دی. د افغانستان له لارې د ترانزیټي لارو بندښت، د منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسي محدودیت او د منځني ختیځ کړکېچ هغه عوامل دي، چې د پاکستان د تېلو د رسولو بهیر یې سخت اغېزمن کړی دی.
اقتصادي شنونکي وایي، که روانه شخړه اوږده شي، پاکستان به له سخت اقتصادي سقوط سره مخ شي. د انرژۍ کمښت، د تېلو بیو لوړېدل او د وارداتي لارو محدودېدل هغه عوامل دي، چې د پاکستان اقتصاد ته مستقیم زیان رسوي او د دغه هېواد اقتصادي ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.
راپورونه ښيي، چې په پاکستان کې سر له اوسه د تېلو بیې لوړې شوې دي او د ژوند لګښتونه زیات شوي دي، چې دغه وضعیت د عامو خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی، چې له امله یې ډېری پاکستانیان د خپل حکومت پر بهرني سیاست سختې نیوکې کوي.
سیاسي شنونکي باور لري، چې د اسلاماباد تېروتنې او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې توند سیاست اوس خپله پاکستان ته په لوی اقتصادي بحران بدلېږي. د دوی په وینا، که دا وضعیت دوام وکړي، پاکستان به بالاخره اړ شي له افغانستان سره خپلې اړیکې عادي کړي او د سوداګریزو لارو د پرانیستو لپاره د کابل دروازه وټکوي.
شنونکي زیاتوي، چې افغانستان د سیمې په ترانزیټي معادلو کې مهم موقعیت لري او پاکستان نشي کولی د کابل له همکارۍ پرته د منځنۍ اسیا له بازارونو ګټه واخلي. له همدې امله د روانو سیاسي کړکېچونو دوام ښایي اسلاماباد دې ته اړ کړي چې د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم لاره خپله کړي.
