د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مکې مکرمې پر سپېڅلي ځای د ډرون برید هڅه غندلې او دا یې ناوړه او کرغېړن عمل بللی دی.
شهباز شریف ویلي، د پاکستان خلک د دغه د غندنې وړ او نه بښونکي عمل له امله خواشیني او اندېښمن دي.
نوموړي زیاته کړې، د دغه عمل له امله د پاکستان د خلکو د ژور خپګان او غم د څرګندولو لپاره هېڅ کلمې بسنه نه کوي.
د پاکستان لومړي وزیر د سعودي عربستان شاهي وسله والو ځواکونو د چټک او مسلکي اقدام ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی د بې سارې څارنې، زړورتیا او مسلکيتوب درناوی کوي.
شهباز شریف یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لورو غوښتي، چې اعظمي زغم وکړي او د لا ډېرې شخړې او ترینګلتیا له رامنځته کېدو څخه شاته شي.
هغه ویلي، سیمه لا له وړاندې د جګړو له امله ډېرې ستونزې ګاللې دي او د سولې لپاره خبرې اترې او ډیپلوماسي یوازینۍ دوامداره لار ده.
شهباز شریف ټینګار کړی، چې پاکستان به د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړ وي او د دغه هېواد د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او همدارنګه د حرمین شریفین د امنیت او حرمت د ساتنې په برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي، د حرمین شریفین دفاع او امنیت هغه مسوولیت دی چې هر پاکستانی یې په زړه کې له ځان سره لري.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د سعودي سره امنیتي تړون هم لري، چې له مخې یې پر یو هېواد برید پر دواړو هېوادونو برید ګڼل کېږي، خو د تېرو څو ورځو راهیسې پر سعودي بریدونه جریان لري، چې پاکستان ځان ورباندې غلی کړی او تش غندنه کوي.
