د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستاني چارواکي دې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو فعالانو، حنیف پښتین او نورالله ترین، جبري ورکول پای ته ورسوي او د هغوی د ځای ځایګي په اړه دې معلومات ورکړي.
د بښنې نړۍ وال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، حنیف پښتین او نورالله ترین چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دي، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۲مه نېټه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د حکومت له لوري د جوړې شوې غونډې تر پای وروسته له پنځو نورو کسانو سره یو ځای په جبري توګه ورک کړل شول.
د اعلامیې له مخې، هغه پنځه نور کسان دوه میاشتې وروسته خوشې شول، خو حنیف پښتین او نورالله ترین لا هم نادرکه دي، چې د هغوی د امنیت او روغتیا په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
د بښنې نړۍ وال سازمان ټینګار کړی، چې پاکستاني چارواکي باید سمدستي د دواړو فعالانو د ساتنې ضمانت وکړي، د هغوی د اوسېدو ځای څرګند کړي او بې له قید او شرطه یې خوشې کړي.
