افغانستان

د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان کې د طالبانو د واک پر مهال سرغړونې دوام لري

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هم د بشري حقونو سرغړونې په پراخه کچه دوام لري.

دغه سازمان په یوه غوښتنلیک کې ادعا کړې، چې ښځې او نجونې له ګڼو اساسي حقونو محرومې دي او شکنجه، ناوړه چلند، خپلسري نیونې، جبري ورکېدنې او سانسور لا هم دوام لري.

سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو د حساب ورکولو لپاره پیاوړی میکانیزم رامنځته او پر طالبانو د فشار لپاره له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.

په غوښتنلیک کې همداراز د ښځو د ټولنیز، سیاسي او کلتوري مشارکت د زمینه برابرولو او د بدني مجازاتو د مخنیوي غوښتنه شوې ده.

دغه سازمان پر نړۍوالې ټولنې نیوکه کړې، چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره یې تر اوسه اغېزمن اقدامات نه دي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *