د هرمز په ستراتیژیک تنګي کې د بېړیو تګ راتګ د پام وړ کم شوی، وروسته له هغې چې ایران د اسرائیلو له لوري پر لبنان د بریدونو په غبرګون کې د دې مهمې نړۍوالې اوبو لارې د تړلو اعلان وکړ.
د سمندري استخباراتي شرکت «وینډوارډ» د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ورځ یوازې ۱۲ بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې، په داسې حال کې چې یوه ورځ وړاندې دغه شمېر ۳۵ ته رسېده. شرکت ویلي، چې له هغو اتو بېړیو څخه چې تنګي ته داخلې شوې وې، پنځو یې خپل د اتوماتیک پېژندنې سیسټمونه (AIS) بند کړي وو.
وینډوارډ په یوه اعلامیه کې ویلي، اوسنی وضعیت د عادي او پرانیستي سمندري مسیر په څېر نه دی، بلکې د بندیزونو او امنیتي محدودیتونو د دورې بڼه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو ډیپلوماټیکو پرمختګونو وروسته د سمندري تګ راتګ د بېرته عادي کېدو نښې لیدل کېدې. د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په ورځ ۲۵ بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې وې، چې د روان کال د اپرېل میاشتې له نیمایي راهیسې تر ټولو لوړ شمېر بلل کېده.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (IRGC) د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو د «جنایتونو» او په دغه هېواد کې د اوربند د ساتلو په برخه کې د امریکا د ناکامۍ له امله یې د هرمز تنګی تړلی دی.
خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې د هرمز له لارې خوندي تګ راتګ لا هم دوام لري. د یادې قوماندانۍ په وینا، د شنبې په ورځ ۵۵ سوداګریزې بېړۍ له دغه مسیر څخه تېرې شوې دي.
د ایران او امریکا د شمېرو ترمنځ د څرګند توپیر لامل لا هم روښانه نه دی.
بل لور ته، د امریکا او ایران استازو د یکشنبې په ورځ په سویس کې مهمې خبرې اترې ترسره کړې. دا خبرې په داسې وخت کې کېږي، چې په لبنان کې روان کړکېچ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶۰ ورځني اوربند د دایمي سولې په تړون د بدلېدو هڅې له ګواښ سره مخ کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د خبرو له پای وروسته رسنیو ته وویل، چې دواړو لورو د هرمز له تنګي څخه د بېړیو د خوندي تګ راتګ موضوع هم څېړلې او په دې برخه کې د یوه ځانګړي میکانیزم پر جوړولو هوکړه شوې ده.
سره له دې چې د هرمز په تنګي کې د بېړیو تګ راتګ ورو شوی، د نړۍوالو بازارونو غبرګون نسبتاً مثبت و. د دوشنبې په سهار د برېنټ خام نفت بیه شاوخوا ۰.۹ سلنه راټیټه شوه او د هر بیرل بیه تر ۸۰ ډالرو کمه شوه.
همدارنګه، د آسیا مهمو ونډو بازارونو مثبت پرمختګ ثبت کړ. د جاپان نیکي ۲۲۵ شاخص ۱.۸ سلنه، د سویلي کوریا کوسپي ۱.۵ سلنه او د تایوان تایکس شاخص ۲.۶ سلنه لوړ شول. خو د هانګ کانګ هانګ سېنګ شاخص ۰.۷ سلنه کموالی وښود.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او شاوخوا پنځمه برخه نړۍوال نفت او مایع طبیعي ګاز له همدې لارې نړۍوالو بازارونو ته لېږدول کېږي. د دې مسیر هر ډول اختلال د نړۍوال اقتصاد او انرژۍ پر بازارونو مستقیم اغېز لرلای شي.
