د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، چې په سویس کې د روانو خبرو اترو په چوکاټ کې ایران ژمنه کړې چې په هرمز تنګي کې به د ازاد او بېخنډه تګ راتګ ضمانت کوي او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکو ته به د بېرته ننوتلو اجازه ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا د خزانې وزارت د دې هوکړې په چوکاټ کې د ۶۰ ورځو لپاره یو موقتي عمومي جواز صادر کړی، چې له مخې یې د ایران د نفتو او نفتي مشتقاتو تولید، لېږد او پلور ته اجازه ورکول کېږي.
د معلوماتو له مخې، د هغې تفاهمنامې پر بنسټ چې تېره اوونۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوې، امریکا د ایران د خامو نفتو، نفتي محصولاتو او پتروشیمي توکو د صادراتو لپاره د معافیتونو له ورکولو سره موافقه کړې ده. په دغو معافیتونو کې بانکي راکړې ورکړې، بیمه او ترانسپورتي خدمات هم شامل دي.
دغه جواز همداراز امریکا ته د ایران د خامو نفتو، پتروشیمي محصولاتو او نفتي توکو واردات هم مجاز ګرځوي.
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې د ایران د نفتو او پتروشیمي محصولاتو پر صادراتو بندیزونه ځنډول شوي، سمندري محاصره پای ته رسېدلې او د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه هم ازاده شوې ده.
