د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د پاکستان د هغه حق ملاتړ کوي، چې د طالبانو له بریدونو څخه د خپل هېواد د دفاع لپاره اقدام کوي.
د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، چې امریکا د پاکستان د ځاندفاع حق ملاتړ کوي او طالبان یې د ځانګړي نوملړ کې شامل نړیوال ترهګرې ډلې په توګه یاد کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې مهال کړې، چې پاکستان پوځي رژيم نن سهار وختي د افغانستان په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، په دغه بریدونو کې امریکایي بمونه استعمال شوي دي.
پاکستان روان کال څو ځلې په افغانستان کې د ملکي وګړو اهداف په نښه کړي، چې دغه بریدونه ګڼو نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو لخوا په سخته سره غندل شوي دي.
