Home افغانستان د افغان طبي محصلانو د حقونو لپاره پاکستانۍ محکمې ته عریضه وړاندې شوې
افغانستان

د افغان طبي محصلانو د حقونو لپاره پاکستانۍ محکمې ته عریضه وړاندې شوې

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اسلام‌اباد د وکیلانو ډلې د راولپنډۍ د طبي پوهنتون د افغان طبي محصلانو په استازیتوب، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د هغې پرېکړې پر ضد، چې د محصلانو په وینا غیرانساني ده، د لاهور عالي محکمې د راولپنډۍ څانګې ته عریضه وړاندې کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د معلوماتو له مخې، لاهور عالي محکمې تر دې وړاندې هم د افغان طبي محصلانو، چې د زده‌کړو په وروستي کال کې دي، په حق کې پرېکړه کړې ده.

د دغه قانوني اقدام موخه د افغان طبي او غاښونو د طب محصلانو د زده‌کړیزو او قانوني حقونو ساتنه او د هغوی د راتلونکي خوندي کول بلل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د وکیلانو ډله به په اسلام‌اباد کې د فدرالي طبي پوهنځي د افغان طبي محصلانو په استازیتوب هم د همدې موضوع په اړه د اسلام‌اباد عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د افغان محصلانو د حقونو او راتلونکي د ساتنې لپاره به خپلو قانوني هڅو او قضايي چارو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version