افغانستان سیاست

د افغانستان اکثریت ګوند: د پاکستان پوځ د پراختیا غوښتنې سیاست عملي کوي

د افغانستان اکثریت ګوند، د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان د پوځ وروستی تېری غندلی.

دغه ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان لا هم د ستراتېژیک عمق سیاست تعقیبوي او په افغانستان کې د واکمنې ډلې له رامنځته کېدو وروسته یې د دې سیاست د عملي کولو لپاره جرئت زیات شوی دی.

د افغانستان اکثریت ګوند په اعلامیه کې ویلي، چې د نړۍ د پخواني نړیوال نظم د بدلون له امله سیمه‌ییز قدرتونه هم ځانونه پخوانیو نړیوالو اصولو او قوانینو ته ژمن نه ګڼي او پاکستان له همدې وضعیت څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي، چې خپل پراختیا غوښتونکي سیاستونه عملي کړي.

دغه ګوند همداراز زیاته کړې، چې ځینې لوی قدرتونه، چې امریکا یې په سر کې ده، په سیمه کې د افراطي ډلو له لارې خپل سیاستونه پر مخ وړي او د دغو ډلو ترمنځ د شخړو په پلمه پوځي اقدامات ترسره کېږي.

د افغانستان اکثریت ګوند د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ وروستۍ نښتې د یوې کنټرول شوې لوبې برخه بللې او ویلي یې دي، چې دوام یې د افغان ولس د کړاوونو د زیاتېدو لامل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *