Home افغانستان د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د اګست پر ۲۹مه پیلېږي
افغانستان لوبې

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د اګست پر ۲۹مه پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو نهم پړاو به د اګست پر ۲۹مه په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل او د اکتوبر تر اتمې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګډون کوي. د سیالیو په لومړۍ لوبه کې به دفاعي اتله میوند اتلان د ماهیپر ستوري پر وړاندې ولوبېږي.

د مهالوېش له مخې، هره لوبډله به له نورو لوبډلو سره دوه ځله مخامخ شي او ټولې شپږ لوبې به ترسره کړي. له سیالیو وروسته به دوه مخکښې لوبډلې د اکتوبر پر څلورمه د پایلوبې لپاره سره مخامخ شي.

کرکټ بورډ وايي، په سیالیو کې به د ملي لوبډلې ترڅنګ د کورني کرکټ یو شمېر تکړه لوبغاړي هم ولوبېږي.

د افغان ابدالیان لوبډلې ځینې لوبغاړي به د سیالیو په لومړیو دوو لوبو کې ګډون وکړي او وروسته به د ۲۰۲۶ اسیايي سیالیو لپاره جاپان ته سفر وکړي. د هغوی پر ځای به یو شمېر ځوان کورني لوبغاړي په سیالیو کې ولوبېږي.

د کرکټ بورډ په وینا، احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د افغانستان د کورني کرکټ په جوړښت کې مهم رول لري او د اوږدې بڼې کرکټ او لوبغاړو د ودې لپاره ارزښتمنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version