نړۍ

دویچه وېله: پاکستان له امنیتي، اقتصادي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دی

د جرمني نړۍوالې رسنۍ دویچه وېله په یو مستند کې ویلي، چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې له پرله‌پسې امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دی.

د مستند له مخې، د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر اوږدمهاله شخړه، کورني امنیتي ګواښونه، اقتصادي رکود او د پوځ پراخ سیاسي نفوذ د دغه هېواد مهمې ننګونې بلل کېږي.

د راپور له مخې، هند او پاکستان، چې د سویلي اسیا دوه اټومي ځواک لرونکي ګاونډیان دي، له څو لسیزو راهیسې د کشمیر پر سر په شخړه کې ښکېل دي. د دغه رسنۍ په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول کرښه د نړۍ له خطرناکو پولو څخه ګڼل کېږي، ځکه هلته وخت ناوخت د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله او پوځي نښتې رامنځته کېږي.

دویچه وېله زیاتوي، چې د پاکستان ستونزې یوازې له بهرنیو ګواښونو نه دي. د مستند پر اساس، په ځینو سیمو کې وسله‌والې ډلې لا هم پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي. همدارنګه، ځینې مذهبي مشران خپلو پلویانو ته د پاکستان د دولت پر ضد د مخالفت بلنه ورکوي. مستند څرګندوي، چې د دغو ګواښونو د مهار لپاره پاکستاني پوځ په بېلابېلو وختونو کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.

مستند د پاکستان اقتصادي وضعیت هم اندېښمنوونکی بولي. د دویچه وېله د مستند پر اساس، د هېواد له شاوخوا ۲۴۰ میلیونه نفوس څخه نږدې ۴۷ سلنه تر ۱۸ کلونو کم عمر لري، خو اقتصادي رکود، د کار محدود فرصتونه او د زده‌کړو کمزوری نظام د ځوان نسل نارضایتي او ناامیدي زیاتوي.

د مستند په بله برخه کې ویل شوي، چې د همدې شرایطو په پایله کې د پاکستان پوځ خپل نفوذ په سیاسي او اقتصادي چارو کې پراخ کړی دی. په داسې حال کې چې سیاسي شنونکي د پاکستان د واکمنۍ سیستم ګډ نظام بولي، چې پکې ټاکل شوي ملکي استازي او پوځ دواړه مهم رول لري.

د راپور له مخې، د بشري حقونو سازمانونه د پوځ پر سیاسي رول نیوکې کوي او هغه د ولسواکۍ لپاره یوه ننګونه ګڼي. خو د پاکستان پوځ بیا استدلال کوي، چې د هېواد امنیتي وضعیت او سیمه‌ییز ګواښونه د دوی فعاله ونډه اړینه ګرځوي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جرمني نړۍوالې رسنۍ دویچه وېله د پاکستان په اړه دغه خپور شوی مستند مهم بللی دی.

خلیلزاد ویلي، په دغه مستند کې د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي بحرانونه، د افراطیت پراختیا، اقتصادي ستونزې، سیاسي اختلافات او د پوځ پراخ نفوذ څېړل شوي دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې روان وضعیت د پاکستان د اټومي وسلو د امنیت لپاره اندېښنې رامنځته کولی شي او له پاکستاني وګړو یې غوښتي  چې دغه مستند وګوري او پرې بحث وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *