Home افغانستان دوجاریک وایي، نورستان کې له ٤٠ ډېر کسان شهیدان شوي
افغانستان

دوجاریک وایي، نورستان کې له ٤٠ ډېر کسان شهیدان شوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي، د افغانستان په ختیځو ولایتونو په خاص ډول نورستان کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله تر اوسه له ۴۰ څخه ډېر کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان دي او یو شمېر کسان لا هم ورک دي.

د هغه په وینا، دغو سېلابونو د استوګنې کورونو، دولتي ودانیو او سوداګریزو مرکزونو ته هم پراخ مالي زیانونه اړولي دي او د ژغورنې ډلې لا هم په اغېزمنو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات پر مخ وړي.

دوجاریک زیاته کړې، چې ملګري ملتونه د خپلو بشري شریکانو په همکارۍ د زیانونو ارزونه کوي او زیانمنو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره چمتووالی نیسي.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دغه سېلابونو کې د پراخو مالي او ځاني زیانونو خبر ورکړی دی.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو حکومت والي ویاند فریدون صمیم وایي، چې په دغه سېلابونو تراوسه شاوخوا ٣٥ میلیونه امریکایي ډالر زیان اوښتی دی او ګڼ شمېر کسان نادرکه دي او د ٢٣ کسانو جسدونه موندل شوي او د ژغورلو عملیات لاهم روان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو پینځو کلونو کې افغانستان د طبعي افتونو له امله تر ټولو زیات زیانمن شوی هېواد دی.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version