د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي ویلي، بروکسل ته د طالب پلاوي سفر د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا لومړی ځل دی، چې د د طالبانو حکومت یو رسمي پلاوی بروکسل ته سفر کوي او هیله یې څرګنده کړې، چې دا سفر به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د عملي همکاریو او غوره قونسلۍ خدمتونو د پراختیا لامل شي.
بلخوا د بلژيک د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د طالبانو د حکومت یوه پنځه کسیز پلاوي ته د کډوالۍ اړوند موضوعاتو په اړه له اروپايي ټولنې سره په یوه غونډه کې د ګډون لپاره ویزې ورکړې دي.
په همدې حال کې، د دغه پلاوي سفر بېلابېل غبرګونونه هم راپارولي دي او د سیاسي کړیو ترمنځ یې بحثونه راپورته کړي دي.
د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون او طالبانو ترمنځ وروستۍ لیدنه په سختو ټکو غندلې او هغه یې د شرم وړ اقدام بللی دی.
