د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ وایي، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پر وړاندې د نیولو د اضافي حکمونو صادرېدل ډېر مهم اقدام دی.
بېنېټ زیاته کړې، د جنسیت پر بنسټ د ځورونې تحلیل او د طالبانو پر سیاستونو او کړنو د دغه تحلیل پلي کېدل هم ځانګړی اهمیت لري.
په ورته مهال د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي، چې طالبان د جرمونو نړۍوالې محکمې په نوم کومه محکمه په رسمیت نه پېژني او د هغې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې د اکتوبر پر پنځمه د افغانستان د وضعیت په تړاو د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده، لوی قاضي عبدالحکیم حقاني، د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم او د پوهنې وزیر حبیبالله آغا د نیولو حکمونه افشا کړل.
محکمې ویلي، چې دغه حکمونه د بشریت پر ضد د جرمونو، په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې سره تړاو لري.
