د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني اوس مهال په لبنان کې مېشت دی، خو لا یې په کوم هېواد کې د اوږدمهاله استوګنې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
بيبيسي په یوه څېړنیز راپور کې د اشرف غني له نږدې باخبره سرچینو څخه د نقل په توګه ویلي، چې نوموړی د استوګنې لپاره د درېیو هېوادونو انتخابونه لري، خو تر اوسه یې نه ده پرېکړه کړې چې په کوم هېواد کې به د اوږدې مودې لپاره ژوند وکړي.
د سرچینو په وینا، اشرف غني په یوه اسلامي هېواد کې ژوند ته لومړیتوب ورکوي، خو غواړي راتلونکی استوګنځای یې داسې شرایط ولري چې وکولای شي د افغانستان د وضعیت په اړه خپل نظرونه په ازاد ډول له افغانانو سره شریک کړي.
له متحده عربي اماراتو د وتلو غوښتنه
د بيبيسي د سرچینې په وینا، د متحده عربي اماراتو حکومت د ۲۰۲۵ کال له نومبر راهیسې اشرف غني د سیاسي موضوعاتو په اړه له عامه څرګندونو منع کړی و.
سرچینه وايي، غني د ابوظبي چارواکو ته په یوه اعتراضي لیک کې دغه محدودیت نه و منلی او له هغوی یې غوښتنه کړې وه، چې له متحده عربي اماراتو څخه د وتلو زمینه ورته برابره کړي.
د دې محدودیت رسمي دلیل لا هم نه دی روښانه شوی، خو د بيبيسي سرچینې ادعا کړې چې اشرف غني باور لري ښايي دغه پرېکړه د امریکا د فشار له امله شوې وي.
د سرچینې په خبره، ځینو نورو هېوادونو هم د امریکا د احتمالي غبرګون یا فشار له امله اشرف غني ته د استوګنې له ورکولو ډډه کړې، خو د دغو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه شوي.
د متحده عربي اماراتو حکومت تر اوسه د اشرف غني د وتلو د علت یا نوموړي ته د لګېدلو احتمالي محدودیتونو په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.
د لبنان دریځ لا نه دی روښانه
په همدې تړاو، د لبنان له بهرنیو چارو وزارت سره هم اړیکه نیول شوې او پوښتنه شوې چې ایا اشرف غني ته په دغه هېواد کې سیاسي پناه ورکړل شوې او که یې استوګنه موقتي ده.
د لبنان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په لومړي ځواب کې د اشرف غني د استوګنې موضوع نه تایید او نه رد شوې، بلکې ویل شوي چې پوښتنې دې په لیکلې بڼه ورولېږل شي.
د وزارت له غوښتنې سره سم پوښتنې په لیکلې بڼه هم استول شوې، خو تر اوسه یې په دې اړه کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی.
ولې لبنان؟
د بيبيسي د سرچینو په وینا، لبنان د اشرف غني لپاره له پخوا سره تړاو لري؛ نوموړي کلونه وړاندې په دغه هېواد کې زدهکړې کړې دي او مېرمن یې، رولا غني، د لبنان تابعیت لري.
سرچینې وايي، د اشرف غني د اوسني استوګنځي د رسمي اعلان نه کولو یو دلیل دا دی چې هغه لا هم په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې په کوم هېواد کې به د اوږدې مودې لپاره ژوند وکړي.
