د بلوچستان ایالت د چاغي ولسوالۍ په دالبندین سیمه کې د ناامنۍ او وسلهوالو پېښو په دوام، ځايي سرچینو راپور ورکړی، چې وسلهوالو کسانو د کانونو له پروژو سره تړلي درې کارکوونکي تښتولي دي.
د سرچینو په وینا، تښتول شوي کسان د سیندک پروژې او د مسو د ساهدک کاپر پروژې کارکوونکي وو. وسلهوالو د دوی ترڅنګ د دغو پروژو یو موټر هم له ځان سره وړی دی.
راپورونه وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې وسلهوالو د دالبندین ښار په شاوخوا کې لنډمهاله پوسته جوړه کړې وه او تېرېدونکي موټرونه یې درولي او تلاشي کول.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې څو ساعته وړاندې د سیندک پروژې د سرو زرو او نورو معدني موادو پر کاروان هم د کویټې او کراچۍ پر لویه لار، د نوشکي سیمې ته نږدې پراخ برید شوی و.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه اته موټر ویجاړ شوي او شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي، چې د کاروان د امنیت مسئولیت یې درلود.
د بلوچ ازادۍ پوځ د معدني موادو پر کاروان د برید مسئولیت منلی دی.
