بلوڅ ازادي غوښتونکو ځواکونو په یوه اعلامیه کې د بلوچستان د خاران او تمپ په ولسوالیو کې د ترسره شویو څو بریدونو مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې د دغو عملیاتو پر مهال یې د خاران ښار شاوخوا دوه ساعته تر خپل کنټرول لاندې راوستی و.
د ډلې په وینا، د ۲۰۲۶ کال د اګست په لومړۍ نېټه یې لومړی د خاران ښار مهمې لارې او سیمې وتړلې او وروسته یې د ښار پر یوه امنیتي پوستې او د ترهګرۍ ضد مرکز برید وکړ. په اعلامیه کې راغلي، چې یاد مرکزونه یې نیولي، هلته موجود کسان یې نیولي، اته میله کلاشینکوفونه او نور پوځي تجهیزات یې ترلاسه کړي او د ترهګرۍ ضد مرکز اسناد یې سوځولي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې نیول شوي کسان تر پلټنې وروسته، د دې ډلې په وینا د «بلوڅانو د نسل وژنې» په پېښو کې د مستقیمې ښکېلتیا د شواهدو د نه موندلو له امله، له خبرداري وروسته خوشې کړل شول. دې ډلې همداراز ادعا کړې، چې د عملیاتو پر مهال پاکستاني ځواکونه په خپلو مرکزونو کې پاتې وو او د دوی د مخنیوي توان یې نه درلود. د ډلې په خبره، جنګیالي یې د عملیاتو له بشپړېدو وروسته له تلفاتو پرته خوندي سیمو ته ستانه شوي دي.
بلوڅ ازادي غوښتونکو ځواکونو په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د دوی له وتلو وروسته پاکستاني ځواکونو پر ملکي وګړو ډزې او هاوان بریدونه کړي او د څلورملخه بېپیلوټه الوتکو په وسیله یې د خلکو کورونه هم په نښه کړي دي. د ډلې د ادعا له مخې، د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید له امله شپږ تنه، چې څلور ښځې او یو ماشوم هم پکې شامل دي، سخت ټپیان شوي دي. دې ډلې د پاکستاني پوځ هغه ادعا هم رد کړې، چې ګواکې دا بریدونه د بلوڅ ازاديغوښتونکو ځواکونو له لوري شوي دي.
په اعلامیه کې د نورو جلا عملیاتو یادونه هم شوې ده. د ډلې په وینا، د جولای په ۳۱مه یې د تمپ ولسوالۍ د «کلات» په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته د لاسي توغندي ویشتونکې وسلې په وسیله په نښه کړه. د ډلې د ادعا له مخې، وروسته پاکستاني ځواکونه د دوی د تعقیب لپاره ورغلل، خو د دازین او ګومازي ترمنځ په کمین کې ولوېدل او شاتګ ته اړ شول.
اعلامیه همداراز زیاتوي، چې د جولای په ۳۰مه د خاران د «ګواش» په سیمه کې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز اړوند د یوه شرکت دوه موټرونه سوځول شوي او په همدې ورځ د تمپ ولسوالۍ د «ملانت» په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یوه بله پوسته هم د لاسي توغندي ویشتونکې وسلې په وسیله په نښه شوې ده.
بلوڅ ازادي غوښتونکو ځواکونو د یادو ټولو عملیاتو مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دوی په وینا، دا عملیات به د بلوچستان تر بشپړې خپلواکۍ پورې دوام ولري.
یادونه: د دې خبر ټول جزئیات د بلوڅ ازاديپالو ځواکونو د اعلامیې پر بنسټ دي او د پاکستاني چارواکو خپلواک تایید یا غبرګون نه دی خپور شوی.
