د بست زون لوبډلې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کورني کرکټ د درېیم پړاو امید وطن ملي شل اوریز سیالیو اتلولي وګټله.
بست لوبډلې په پایلوبه کې د مس عینک زون لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دې سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، د بست زون لوبډلې په پایلوبه کې هر اړخیزه او غوره لوبه وکړه او وتوانېده، چې د کورني کرکټ په دې مهمو سیالیو کې تاریخي بریا ثبت کړي.
