د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په اَلعیزریه سیمه کې اسرایلي بلدوزرونو دا اوونۍ لسګونه فلسطیني دوکانونه ونړول. دا اقدام د هغې جنجالي سړکیزې پروژې برخه بلل کېږي، چې د ای وان په نوم سیمه کې د نوو لارو د جوړولو لپاره عملي کېږي. فلسطیني لوري وایي، دا پلان د دې لپاره جوړ شوی، چې د فلسطینیانو د تګ راتګ مهمې لارې محدودې او د راتلونکي فلسطیني دولت جغرافیه ټوټه ټوټه کړي.
اسرایلي چارواکي وایي، چې نړول شوي دوکانونه او ودانۍ د اړینو جوازونو پرته جوړ شوي وو او څو کاله وړاندې یې د تخلیې خبرداری ورکړل شوی و. د اسرائیلو د دفاع وزارت اړوند اداره، چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د ملکي چارو مسوولیت لري، وایي دا جوړښتونه د هغې پلان شوې لارې خنډ وو، چې د فلسطیني ښارونو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیا لپاره جوړېږي.
خو فلسطیني چارواکي او د استوګنځایونو د پراختیا ضد ډلې وایي، چې دا پروژه د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه ده، چې هدف یې د فلسطیني او اسراییلي ترافیک جلا کول دي. د دوی په وینا، د نوې تونلي او بدیل سړکونو طرحه به فلسطیني موټرونه له یوې مهمې لویې لارې لرې کړي چې د اسرایلي استوګنځایونو او قدس ترمنځ اړیکه برابروي.
د ای وان سیمه په ځانګړي ډول حساسه بلل کېږي، ځکه دا د قدس له څنډو څخه د لوېدیځې غاړې تر ژورو سیمو غځېږي او د رام الله او بیت لحم ترمنځ جغرافیایي نښلون کمزوری کوي. منتقدین وایي، دا به د فلسطیني سیمو د تسلسل لپاره جدي خنډ جوړ کړي.
د ماعله اَدومیم ترڅنګ د شاوخوا درې زره پنځه سوه نویو استوګنیزو واحدونو د جوړولو پلان هم د همدې پراخې طرحې برخه ګڼل کېږي.
په سیمه کې د دوکانونو یو مالک محمد ابو غلیه وایي، ټول عمر یې په خپل کاروبار کې زحمت ایستلی و، خو اوس هر څه په یوه ورځ کې له منځه ولاړل. سیمهییزه شورا وایي، چې د دې ویجاړیو له امله به سلګونه کورنۍ د عاید له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شي.
اسرايیلي اداره بیا ټینګار کوي، چې دا اقدامات د غیرقانوني جوړښتونو د لرې کولو او د ترافیکي اسانتیاوو د برابرولو لپاره اړین دي. خو فلسطیني لوری او نړیوال منتقدین دا د اشغال شوې خاورې د کنټرول د پراخولو او د دوه دولتیز حل د امکان د کمزوري کولو هڅه بولي.
اسراییلو په ۱۹۶۷م کال کې د منځني ختیځ د جګړې پر مهال لوېدیځه غاړه نیولې وه او د نړۍ ډېری هېوادونه هلته د استوګنځایونو پراختیا غیرقانوني او د سولې په وړاندې خنډ بولي.
