نن د بابړې د هغې خونړۍ پېښې ۷۸ کاله پوره کېږي، چې د ۱۹۴۸ کال د اګست پر ۱۲مه د پښتونخوا د چارسدې په بابړه سیمه کې رامنځته شوه.
د تاریخي روایتونو له مخې، د خدایي خدمتګار غورځنګ پلویان د خپلو نیول شویو مشرانو د خوشې کېدو او د هغه وخت د حکومت د اقداماتو پر ضد د اعتراض لپاره په بابړه کې راټول شوي وو.
د تاریخي روایتونو له مخې، په بابړه کې پر بېوسلې او سولهییزو خدایي خدمتګارانو د پولیسو او نورو دولتي ځواکونو له لوري ډزې وشوې. د معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال د خلکو د تېښتې لارې هم تړل شوې وې او یو شمېر جسدونه د کابل سیند ته وغورځول شول.
روایتونه ښيي؛ چې په دې خونړۍ پېښه کې ۶۱۱ کسان شهیدان او شاوخوا ۱۲۰۰ نور ټپیان وو.
بابړه د پښتنو په سیاسي تاریخ کې د خدایي خدمتګار غورځنګ د عدم تشدد د مبارزې له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال د اګست ۱۲مه د بابړې د پېښې د قربانیانو د یاد ورځې په توګه نمانځل کېږي او په پښتونخوا کې د دې پېښې د یاد غونډې هم ترسره کېږي.
