د هند کرکټ کنټرول ادارې په رسمي ډول تأیید کړه، چې د افغانستان او هند ترمنځ د درې شلاوریزو نړۍوالو سیالیو لړۍ به په هند کې ترسره شي.
د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه به د سپټمبر په ۱۳مه، دویمه د سپټمبر په ۱۵مه او درېیمه او وروستۍ لوبه د سپټمبر په ۱۷مه ترسره شي.
ټولې درې لوبې به د هند په ډهلي ښار کې د ارون جیټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. افغانستان به د دې لړۍ کوربه وي، خو د کورنیو سیالیو د کوربهتوب لپاره به له هند څخه ګټه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه لړۍ د افغانستان د راتلونکو نړۍوالو سفرونو د مهالوېش (FTP) برخه ده.
د افغانستان او هند لوبډلو ترمنځ وروستۍ دوه اړخیزه سیالي د ۲۰۲۶ کال په جون کې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو په بڼه ترسره شوې وه. دواړه لوبډلې تر دې مخکې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې هم د درې شلاوریزو لوبو په لړۍ کې مخامخ شوې وې.
د افغانستان او هند ترمنځ راتلونکې لړۍ به د دواړو هېوادونو د کرکټ د مخ پر پراخېدونکو اړیکو په دوام کې د پام وړ سیالۍ وي.
