د بشري حقونو بنسټ (HRF) ویلي، پاکستان په کشمیر کې د سولهییزو او بېوسلې اعتراض کوونکو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د زور کارونې له امله په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
دغه بنسټ پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې د اعتراض کوونکو پر ضد د تاوتریخوالي غندنه کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي، چې د اعتراضونو پر وړاندې زورزیاتی پای ته ورسوي، د ګرځنده مخابراتو بند شوي خدمتونه بېرته فعال کړي او د زور د هر ډول ناقانونه کارونې په تړاو شفافه او قانوني حساب ورکونه یقیني کړي.
ایچ ار اف ټینګار کړی، چې د سولهییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي ډکې لارې د منلو نه دي او د هغو کسانو پر وړاندې باید قانوني چلند وشي چې د دغو پېښو مسؤلیت لري.
د بشري حقونو دغه بنسټ له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د اعتراض کوونکو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي او د وروستیو خونړیو پېښو په اړه یوه خپلواکه، شفافه او باوري څېړنه ترسره او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
