د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د پنجاب د اعلیوزیرې مریم نواز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پوښتنه کړې، چې وسلهوال چا روزلي او د افغانستان او کشمیر په جګړو کې یې د کومو موخو لپاره کارولي دي.
ایمل ولي خان ویلي، پښتانه او د پاکستان نور قومونه له هغو ناامنیو او ستونزو سره مخ دي، چې د ده په وینا، د پخوانیو حکومتي او امنیتي تګلارو پایله ده.
هغه له مریم نواز څخه پوښتنه کړې چې ترهګري چا پیل کړه، پوځي مرکزونه یې چا جوړ کړل، وسلهوال یې چا وروزل او د کومو موخو لپاره یې د افغانستان او کشمیر په جګړو کې وکارول.
نوموړي زیاته کړې، چې د پنجاب د واکمنې طبقې او د هغوی د بهرنیو ملاتړو تګلارو پښتانه د جګړو لپاره د وسیلې په توګه کارولي او پښتونخوا یې د ناامنۍ ښکار کړې ده
ایمل ولي خان ویلي، که مریم نواز او د پاکستان واکمنه طبقه د دغو تاریخي پوښتنو ځوابونه ونه لري، دی چمتو دی، چې موضوع له ولس سره په تفصیل شریکه کړي.
د ایمل ولي خان څرګندونې وروسته له هغې دي، چې مریم نواز د سپټمبر په ۵مه په لاهور کې د مصنوعي ځیرکتیا د یوه مرکز د پرانیستې پر مهال ویلي وو، چې پنجاب ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د ګاونډیو صوبو امنیتي ګواښ زیات دی او ترهګري له صوبايي پولو پنجاب ته داخلېږي.
د مریم نواز دغو څرګندونو په پښتونخوا کې د یو شمېر سیاسي مشرانو غبرګونونه هم پارولي دي. د پاکستان تحریک انصاف مشر اسد قیصر د نوموړې خبرې غندلې او ویلي یې دي، چې پښتونخوا د وسلهوالۍ پر وړاندې په جګړه کې درنې قربانۍ ورکړې دي.
