Home سیاست ایمل ولي خان: د ترهګرۍ تر شا د پاکستان د تېرو تګلارو حساب دې وشي
سیاست

ایمل ولي خان: د ترهګرۍ تر شا د پاکستان د تېرو تګلارو حساب دې وشي

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، ترهګري یوازې د پښتونخوا ستونزه نه ده، بلکې د ده په وینا، د پاکستان د تېرو څو لسیزو د دولتي تګلارو پایله ده چې پښتونخوا او بلوچستان یې درنه بیه پرې کړې ده.

ایمل ولي خان وايي، د پنجاب د امنیت پر وړاندې هېڅ اعتراض نه لري، خو په خبره یې، د پښتونخوا او بلوچستان خلک هم د پنجاب او اسلام‌اباد د خلکو په څېر د خوندي ژوند حق لري.

نوموړي پر دولت او واکمنې طبقې تور لګولی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې دوه‌ګونی چلند کوي او ویلي یې دي، چې هغه تګلارې چې پښتونخوا او بلوچستان یې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ کړي، د دغو سیمو له خلکو سره له مشورې پرته جوړې شوې دي.

ایمل ولي خان پوښتنه کړې، چې د وسله‌والو د روزنې مرکزونه د کومو تګلارو له مخې رامنځته شول، وسله‌والې ډلې چا جوړې او پیاوړې کړې او د ده په وینا، چا یې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره استفاده وکړه.

هغه ټینګار کړی، چې باید د پاکستان د روانې ترهګرۍ تر شا د پخوانیو پرېکړو او تګلارو په اړه څېړنه وشي او معلومه شي چې دغه سیاستونه د کومو موخو لپاره جوړ شوي وو.

د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر ویلي، د پښتونخوا خلکو له نږدې پنځو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ او ناامنۍ تر ټولو درنه بیه پرې کړې ده.

نوموړي د باچا خان او خان عبدالولي خان پخوانیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې هغوی خبرداری ورکړی و، که په افغانستان کې د جګړې اور له پاکستان څخه تود وساتل شي، د جګړې لمبې به یوه ورځ پاکستان ته هم ورسېږي.

د ایمل ولي خان په وینا، د دغو خبرداریو پر ځای د عوامي نېشنل ګوند مشران د دولت ضد فعالیتونو، غدارۍ او نورو تورونو له امله تر نیوکو لاندې راوستل شول.

هغه زیاته کړې، چې عوامي نېشنل ګوند هغه مهال د ترهګرۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې و او د دغه ګوند ګڼ مشران او فعالان په ځانمرګو او نورو بریدونو کې وژل شوي دي.

ایمل ولي خان د پاکستان د پخوانۍ سیاسي دورې یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې هغه مهال اوسنی لومړی وزیر شهباز شریف د پنجاب اعلی وزیر و او له وسله‌والو یې غوښتنه کړې وه چې په پنجاب کې بریدونه ونه کړي.

نوموړي ویلي، که پنجاب اوس هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی، نو باید د پښتونخوا له خلکو وپوښتل شي چې هغوی له څو نسلونو راهیسې له ترهګرۍ سره څنګه ژوند کړی او څومره قربانۍ یې ورکړې دي.

ایمل ولي خان پر دولت تور لګولی چې له تېرو تجربو یې لازم درس نه دی اخیستی او پښتونخوا لا هم د اسلام‌اباد د واک او ګټو لپاره قرباني کېږي.

هغه غوښتنه کړې، چې د پاکستان له جوړېدو، یعنې ۱۹۴۷ کال راهیسې د سیاسي او امنیتي تګلارو د ارزونې لپاره دې یو خپلواک او باصلاحیته د حقیقت موندنې او پخلاینې کمېسیون جوړ شي.

نوموړي ویلي، هر هغه څوک باید حساب ورکړي چې د ده په وینا، له اساسي قانون او قوانینو یې سرغړونه کړې، له بهرنیو جګړو یې ګټه اخیستې او هېواد یې د شخصي یا ادارې ګټو لپاره جګړو ته ټېل وهلی دی.

ایمل ولي خان ټینګار کړی، چې په دې حساب ورکونه کې باید هېڅوک له سیاستوالو، د عدلیې له چارواکو، پوځي ادارو، بیوروکراسۍ او رسنیو څخه مستثنا نه وي.

هغه ویلي، د تېرو پرېکړو او د هغو د جوړوونکو اصلي رول باید خلکو ته څرګند شي، څو معلومه شي چې پاکستان، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان، د لسیزو جګړو او ناامنۍ اوکووسني وضعیت ته څنګه رسېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version