نړۍ

ایران: په اردن، بحرین او عراق کې د امریکا پر اډو بریدونه کړي  

ایران ادعا کوي، چې د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې یې په اردن، بحرین او عراق کې د امریکايي ځواکونو پر تاسیساتو بریدونه کړي او یو شمېر امریکايي سرتېري یې وژلي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په وینا، امریکايي ځواکونو د تېرې شپې له ۸:۳۰ بجو وروسته په ایران کې د هغو موخو پر وړاندې بریدونه پیل کړل چې د امریکا په وینا، د دغه هېواد د ځواکونو او په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د احتمالي بریدونو هڅې ورسره تړاو لري.

سنتکام شاوخوا د سهار په ۳ بجو اعلان کړی، چې پر ایران یې د پوځي اهدافو پر وړاندې د بریدونو دغه پړاو پای ته رسولی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران د هوايي دفاعي سیستمونه، راداري تجهیزات، سمندري تجهیزات او تاسیسات، د اړیکو مرکزونه او د ماین اېښودلو اړوند تجهیزات په نښه شوي دي.

بل لور ته، ایراني چارواکي وايي، چې امریکايي ځواکونو د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په کوهستک سیمه کې د واده مراسم په نښه کړي دي.

د ایراني چارواکو په وینا، په دغه برید کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي، چې ۵۹ یې ښځې او ماشومان دي.

ایراني چارواکي همداراز وايي، چې د خوستان په سیمه کې درې ځایونه د امریکايي توغندیو له بریدونو سره مخ شوي، چې په پایله کې یې اووه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران بیا وایي، چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې د امریکا د پوځ MQ-9 ډرون په ګډون د امریکايي ځواکونو پر یو شمېر اهدافو بریدونه کړي دي.

د سپاه پاسداران په وینا، په اردن کې یې د امریکا پر کیمپ تیتین او پرنس حسن هوايي اډې، او همداراز په عراق کې د اربیل په سیمه کې پر امریکايي اډو بریدونه کړي دي.

سپاه پاسداران زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې یو شمېر امریکايي سرتېري او پیلوټان وژل شوي دي.

تر اوسه امریکا د امریکايي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه د ایران د دغو ادعاوو په تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *