د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د پراخې لوږې، د ماشومانو د خوارځواکۍ او وچکالۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
اوچا د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۸مه، په خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې د افغانستان نږدې درېیمه برخه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او میلیونونه کسان د بېوزلۍ له امله د خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري.
دغه سازمان زیاته کړې، چې پرلهپسې وچکالیو د خلکو اقتصادي وضعیت او معیشت زیانمن کړی او د ژمي په رانږدې کېدو سره د زیانمنونکو خلکو ژوند له لا زیاتو ګواښونو سره مخ دی.
اوچا همدارنګه ویلي، چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه روغتیايي او نورو اړینو خدمتونو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی دی.
