د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي، چې د روان کال د جون له لسمې د جولای تر لسمې پورې پر رسنیو او خبریالانو فشارونه، سانسور او تخنیکي محدودیتونه زیات شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې یو شمېر خبریالان له خپلسرو نیونو، فزیکي تاوتریخوالي او امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي. همداراز، په دولتي ادارو کې د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو بندیز او اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیتونه د رسنیو فعالیتونه اغېزمن کړي دي.
راپور زیاتوي، چې په ځینو ولایتونو کې رسمي ویاندویان معلومات له ځنډ سره خپروي او ځینې یې تر رسنیو وړاندې په خپلو شخصي ټولنیزو پاڼو کې شریکوي، چې د خبر ارزښت او پر وخت خپرېدل زیانمنوي.
د امسو په وینا، د امر بالمعروف ادارې له لوري پر محلي رسنیو نظارت هم سخت شوی، د نجونو د ټیلیفوني ګډون محدود شوی او خبریالان د خپلو شخصي ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو له امله هم له ګواښونو سره مخ دي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان خبرداری ورکوي، چې د دغو فشارونو او اقتصادي ستونزو دوام به د بیان ازادۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خپلواکو رسنیو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړي.
