Home نړۍ امریکا ته د ایران جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی
نړۍ

امریکا ته د ایران جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا او ایران شپږ میاشتني جنګ تر اوسه د امریکا لپاره شاوخوا ۳۸ میلیارد ډالر لګښت اړولی او اټکل کېږي، چې هره میاشت به یې لګښت نور ۳ میلیارد ډالر زیات شي.

د امریکا د کانګرس د بودجې دفتر وايي، د جګړې له امله د ۲۰۲۷ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د امریکا انفلاسیون ښايي ۰.۵ سلنه لوړ شي.

راپور زیاتوي، چې د امریکا د مهماتو زېرمو د کمېدو له امله ښايي د دغو زېرمو بېرته بشپړول پنځه کاله وخت ونیسي. د امریکا دفاع وزیر هم مخکې د مهماتو د بېرته برابرولو لپاره نږدې ۹۰ میلیارد ډالرو بېړنۍ بودجه غوښتې وه.

د راپور له مخې، د جګړې لګښتونو او د هرمز تنګي د کړکېچ له امله د انرژۍ بیې هم لوړې شوې دي. د کانګرس د بودجې دفتر وايي، په محاسبه کې د جګړې ځینې وروستي لګښتونه او د پور اخیستلو مالي لګښتونه نه دي شامل شوي، چې د ټولیز لګښت اندازه نوره هم لوړه کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version