افغانستان لوبې

افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د بنګله‌دېش او زمبابوې کوربه‌توب کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ملي لوبډله به د راتلونکو اکټوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې په متحده عربي اماراتو کې د بنګله‌دېش او زمبابوې پر وړاندې په درې واړو فارمټونو کې نړۍوالې سیالۍ ترسره کړي.

د مهالوېش له مخې، افغانستان به د اکټوبر له ۹مې تر ۱۳مې د بنګله‌دېش پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي.

له دې وروسته به د اکټوبر په ۱۷مه د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ پیل شي، چې پایلوبه به یې د اکټوبر په ۲۳مه ترسره شي.

افغانستان به له زمبابوې سره د اکټوبر په ۲۷مه، ۲۹مه او د نومبر په لومړۍ نېټه درې شل اوریزې نړیوالې لوبې هم ترسره کړي.

همدارنګه، د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه ټېسټ لوبې د نومبر له ۵مې تر ۹مې او د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دغه سیالۍ به افغان لوبډلې ته د نړیوال کرکټ په بېلابېلو فارمټونو کې د لوړې کچې سیالیو او لا زیاتو تجربو ترلاسه کولو مهم فرصت برابر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *