Home افغانستان اروپايي ټولنې او اېف اې او د افغان کرنې د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیونه یورو پروژه پیل کړه
افغانستان

اروپايي ټولنې او اېف اې او د افغان کرنې د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیونه یورو پروژه پیل کړه

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په افغانستان کې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا په موخه د ۵ میلیونه یورو په ارزښت ګډه پروژه پیل کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د دې پروژې موخه له افغان بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو سره مرسته کول دي، څو بازارونو ته خپل لاسرسی پراخ کړي، باثباته عاید ترلاسه کړي او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو پر وړاندې خپل مقاومت زیات کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوي شارژدافیر، نیکولا بیلومو، ویلي، چې د خوړو او کرنې سازمان لپاره د اروپايي ټولنې مرسته د افغانانو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا ته د دې اتحادیې د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي.

بیلومو ویلي، د افغانستان کرنیز سکتور لا هم خپل بشپړ ظرفیت نه دی کارولی او د اقلیمي وضعیت له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

د هغه په وینا، اروپايي ټولنه به د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سره په ګډه د کرنیزو ترویجي خدمتونو د پیاوړتیا، د کرنیزو کاروبارونو د پراختیا او ظرفیت لوړونې، د طبیعي حللارو د ترویج او د شواهدو پر بنسټ د معلوماتو او تحلیلونو د ښه والي لپاره کار وکړي.

بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي، چې دغه سازمان غواړي له بشري مرستو پر متکي پروګرامونو څخه د پایښت لرونکو او دوامدارو فعالیتونو پر لور حرکت وکړي.

هغه ویلي، افغان کرنیز کاروبارونه د کارموندنې، اقتصادي ودې او له بازارونو سره د بزګرانو د نښلولو په برخه کې د پام وړ ظرفیت لري.

د ټرینچارډ په وینا، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان به له اروپايي ټولنې سره په ګډه هڅه وکړي، چې بزګران مهمو معلوماتو، خدمتونو او بازارونو ته ونښلوي او له کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره د پانګونې او فعالیتونو د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د بزګرانو د تولید د ډاډمنېدو، د سوداګرۍ د ودې او بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د رسېدو له لارې به کرنه د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او د ټولنو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version