افغانستان

د بښنې نړۍوال سازمان: د کابل د امید مرکز برید دې د احتمالي جګړه‌ییز جرم په توګه وڅېړل شي

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د کابل د امید د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید باید د احتمالي جګړه‌ییز جرم په توګه وڅېړل شي.

دغه سازمان په خپله نوې څېړنه کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ هغه ادعا د تأیید لپاره یې هېڅ کره نښه نه ده موندلې چې ګواکې د امید مرکز د وسلو، مهماتو د ساتلو یا نورو پوځي موخو لپاره کارول کېده.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې پر دغه روغتیايي مرکز برید د ناروغانو او روغتیايي ځایونو د خوندیتوب اصول، د ملکي او پوځي موخو د بېلوالي اصل او د برید د پام او اندازې اصول تر پښو لاندې کړي دي.

د دغه سازمان د سوېلي اسیا د برخې مشرې ویلي، چې د امید مرکز برید د نړۍوال بشري قانون جدي سرغړونه بلل کېدای شي او ښايي د جګړه‌ییز جرم تر کچې ورسېږي.

هغې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د پېښې په اړه بېړنۍ، روڼې، بشپړې، خپلواکې او بې‌پلوي پلټنې ترسره کړي، پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي او که د سرغړونې کافي شواهد وموندل شي، مسؤلان دې قانوني چلند سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما ویلي، چې د روان کال له جنورۍ تر مارچ پورې په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله له ۷۵۰ ډېر ملکي کسان شهیدان شوي او ټپیان شوي دي. د دغه پلاوي د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۳۷۲ کسان شهیدان شوي او ۳۹۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه پلاوي ویلي، چې یوازې د امید مرکز په برید کې ۲۶۹ ملکي کسان وژل شوي، خو طالبانو او ځینو نورو بنسټونو د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ تنه ښودلی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د خپلې څېړنې لپاره یې له ۶۰ ډېر انځورونه او ویډیوګانې، له ۳۰ ډېر د سپوږمکۍ انځورونه او د امید مرکز او د ابن‌سینا روغتون له اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو سره خبرې ارزولي دي.

د دغه سازمان په وینا، برید د شپې شاوخوا نهه بجې شوی، هغه مهال چې د روژې تراویح پای ته رسېدلې وې. د مرکز ځینو کارکوونکو ویلي، چې د برید پر مهال په دغه ځای کې له زرو ډېر ناروغان ساتل کېدل.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د جولای په نهمه یې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه د برید په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

پاکستان تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امید پر روږدو درمنلې روغتیایي مرکز د برید وروسته پاکستان د افغانستان پر خاوره څو ځله تېری کړی او په افغان خاوره کې یې د ملکي بې ګناه وګړو کورونه په نښه کړي، چې له امله یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *