Home افغانستان خوست کې د ساه په نوم یوې نوې راډیو نشرات پیل کړل
افغانستان

خوست کې د ساه په نوم یوې نوې راډیو نشرات پیل کړل

په خوست ولایت کې د ساه په نوم یوې نوې راډیو په ٩٤.٧ څپو په فعالیت پیل وکړ

د یادې راډیو مسؤلین وایي، چې ساه راډیو به له نن ورځې وروسته په رسمي ډول هره ورځ اتلس ساعته بېلابېلې خپرونې وړاندې کوي.

د معلوماتو له مخې، دا په خوست کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته پنځمه خصوصي راډیو ده، چې په خپرونو پیل کوي.

بلخوا د یو شمېر پخوانیو راډیوګانو مسؤلین وایي، چې تر بل هر وخت یې اقتصادي حالت خراب شوی او که روان وضعیت دوام وکړي، نو دوی اړ دي، چې خپل نشرات بند کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version