د کابل په زاړه ښار کې د بالاحصار تاریخي کلا د بیارغونې او ساتنې په بهیر کې لرغوني تاریخي اثار او د څه باندې دوه زره کلن تاریخ نښې موندل شوې دي.
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د آغاخان د کلتوري بنسټ له خوا د بالاحصار د ساتنې او بیارغونې پراخه پروژه روانه ده، چې موخه یې د دې تاریخي سیمې پر عامه لرغونپېژندنیز پارک بدلول دي.
د دغو لرغونپېژندنیزو کېندنو پر مهال لرغونې سکې، د بودایي مجسمو ټوټې، اسلامي لوښي، تېلڅراغونه او د ماڼیو، عبادتځایونو او استوګنځایونو پاتې شوني موندل شوي دي.
د راپور له مخې، په دې سیمه کې د مغولي دورې د یوې ماڼۍ پاتې شوني هم موندل شوي، چې دېوالیز انځورونه او د ستوري په بڼه د اوبو ډنډ پکې شامل دي.
د آغاخان کلتوري بنسټ په پام کې لري، چې د پروژې له بشپړېدو وروسته بالاحصار په بڼونو، موزیم او نورو عامه اسانتیاوو سمبال تاریخي او لرغونپېژندنیز پارک ته واړوي.
