پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې الفلاح بانک له څه باندې دوو لسیزو فعالیت وروسته په افغانستان کې خپل بانکي خدمات بند کړي او د دغه بانک فعالیتونه غضنفر خصوصي بانک ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، د الفلاح بانک د یوې خبرپاڼې له قوله راپور ورکړی، چې د دغه بانک د شتمنیو د پلور معامله د لړم په ۱۴مه، د افغانستان او پاکستان د اړوندو څارونکو ادارو له تأیید وروسته وروستۍ شوې ده.
د الفلاح بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې یې بانکي فعالیتونه درولي او د اړوندو قوانینو او مقرراتو له مخې به د خپلو څانګو د تړلو بهیر بشپړ کړي.
الفلاح بانک په ۲۰۰۵ کال کې په کابل کې خپله لومړنۍ څانګه پرانیستې وه او وروسته یې خپل فعالیتونه هرات ولایت ته هم وغځول.
